له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون له بهره راغلو د تېرې ادارې څو تنو پوځي مسؤلینو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل.
یادو شخصیتونو د اسلامي امارت د مجاهدینو چلند او د اړیکو کمېسیون له همکارۍ څخه په مننې وویل، په لویدیځو هېوادونو کې د ژوند پر ځای یې خپل هېواد ته راستنېدل او باعزته ژوند غوره وباله.
د دغو پخوانیو پوځيانو په وینا ،په بهر کې مېشت اکثره پخواني چارواکي په هېواد کې شته وضعیت ته په کتو افغانستان ته د راتګ هوډ لري او دوی ورته ډاډ ورکوي چې هېواد ته راستانه او د امن په فضا کې باعزته ژوند وکړي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د دارالانشاء رئيس مولوي ذاکر، راستنو شویو هېوادوالو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د اسلامي امارت د زعیم لخوا شوې عفوه او فرمان په واقعې بڼه تطبیقېږي او ټول هېوادوال کولای شي چې په ډاډه زړه هېواد ته را وګرځي.
هغه وویل، اسلامي نظام د افغانستان غوره راتلونکي ته ژمن دی او د انتقام اخېستلو پر ځای بخښنې او عفوې ته لومړیتوب ورکوي.
محترم مولوي ذاکر زیاته کړه، پخواني مسؤلین او چارواکي د هغوی د تېرو کړنو او دندو له امله نه پوښتل کېږي او اسلامي امارت د هغوی د سر او مال دساتلو مسؤلیت لري.