د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپیدار ماڼۍ کې ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د یاد کمېسیون د وروستیو پرېکړو او کړنو د ارزونو تر څنګ د سیمې او نړۍ په وروستیو تحولاتو بحث وشو.
همدارنګه له ځينو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو پر پیاوړتیا او د مثبت تعامل په پراختیا هم بحث او د نظریاتو تبادله وشوه.
د سیاسي کمېسیون په دغه ناسته کې د اجنډا اړوند یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه هم ونیول شول.