د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي ریاست کلنۍ غونډه د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع په حضور کې، د ارګ په سلامخانې ماڼۍ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، چې د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي ریاست مرستیالانو او د یاد ریاست د مختلفو ادارو رئیسانو او کارکوونکو هم ګډون درلود، د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو تر تلاوت وروسته، په پیل کې د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د لوی ریاست د ټولو ادارو د مسوولینو او کارکوونکو کړنې او خدمتونه وستایل او له الهي دربار څخه یې هغوی ته اسلامي نظام او خلکو ته د خدمت او لا زیاتو پرمختګونو هیله وکړه.
ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، تېر کال له لاسته راوړنو ډک و او راتلونکی کال به د الله (ج) په مرسته او د دې برخې د کارکوونکو په همت پاتې ستونزې هم حل شي او په چارو کې به لا زیات پرمختګونه څرګند شي.
نوموړي د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرامونه مهم وبلل او په راتلونکي کې یې د دغه ډول ورکشاپونو زیاتولو لپاره اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه او زیاته یې کړه، د اسلامي نظام تر چتر لاندې د چارو ترسره کول زموږ دیني دنده ده او موږ باید خپل کارونه په پیاوړې اراده او اخلاص ترسره کړو او سپارل شویو مسوولینو ته جدي پاملرنه وکړو.
د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل چې د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ لا زیاتوالي او د خلکو ستونزو حل لپاره هڅه وکړي او په چارو کې د شفافیت لپاره خپل رغنده نظرونه له یو بل سره شریک کړي.
وروسته د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي ریاست د منابع او ادارې مرستیال محترم مفتي سید احمد مستقیم د قرانکریم د ایاتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې د نیکو کسانو اوصاف بیان کړل وې ویل، موږ ټول په عباداتو او نیکو اخلاقو مکلف یوو او باید د ناسمو کارونو مخنیوی وکړو.
نوموړي زیاته کړه، موږ د محشر په ورځ د الله تعالی پر وړاندې د خپلو چارو ځواب ویونکي یوو، په همدې اساس رسمي وختونه باید ضایع نه کړو، د مسؤولینو اطاعت، د بیت المال ساتنه، اسلامي نظام او د خلکو د ستونزو حل لپاره په همغږۍ او صمیمت هڅه وکړو.
ورپسې د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رئیس شیخ مولوي محمد هاشم د وخت پابندي مهمه وبلله وې ویل، په بیت المال کې د خیانت او بې احتیاطۍ مخنیوی دنیوي او اخروي مسوولیت دی.
نوموړي دېته په اشارې چې د افغانستان دښمنان په وسله واله جګړه کې ناکام شول او اوس د بشري حقونو تر نامه لاندې منفي تبلیغات کوي وویل، آیا د فلسطیني کوچنیانو او مېرمنو وژنه له بشري حقونو سرغړونه نه ده؟ آیا په جلال اباد، اروزګان، فراه، کندز، کابل او د هیواد په نورو سیمو کې د افغانانو د کورونو بمبارول له بشري حقونو سرغړونه نه وه چې زرګونه مېرمنې، کوچنیان، سپین ږیري او ځوانان پکې شهیدان شول؟
وروسته د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي ریاست د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد داوود محمدي د یاد ریاست د بېلابېلو ادارو او کارکوونکو ترمنځ پر لازیاتو ګډو هڅو او همکاریو ټینګار وکړ وې ویل، موږ باید د لوی خدای (ج) د وینا مطابق په نېکۍ او تقوا کې له یو بل سره همکاري او له ګناه ډډه وکړو او زموږ ادارې باید نورو ته بېلګې وي.
نوموړي زیاته کړه، په تېرو دوه لسیزو کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه هېڅ راز سیمینار یا پروګرام نه و جوړ شوی، خو موږ په تېرو دوو کلونو کې د بشري سرچینو ریاست ۱۲ روزنیزې برنامې او سیمینارونه د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره جوړ کړي او په راتلونکي کال کې هم زیات پروګرامونه په پام کې لرو.
د غونډې په پای کې احمد رشاد احرار د بشري سرچینو د لوی ریاست د یو کال کاري راپور په اړه پریزنټېشن وړاندې کړ او ورپسې د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي ریاست مسؤلینو د تفتیش او تدارکاتو په برخو کې د ظرفیت لوړولو ورکشاپ ګډونوالو ته تصدیقونه ووېشل.