د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د نيمروز والي محترم شيخ محمد قاسم خالد سره وکتل.
په پيل کې، محترم شيخ محمد قاسم خالد د ټولنيز، اقتصادي او امنيتي وضعيت، کډوالو او همداراز د محلي ادارو د فعاليتونو او کړنو په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
د نيمروز والي زياته کړه، د اسلامي امارت مسؤولين او مجاهدين په دې ولايت کې شپه او ورځ خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د امنيت تأمين هڅه کوي.
محترم شيخ محمد قاسم خالد همداراز وغوښتل ترڅو د روغتيايي کلينيکونو جوړولو، ښوونې او روزنې او د انکشافي پروژو تطبيق ته ځانګړې پاملرنه وشي.
په مقابل کې، د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د نيمروز محترم والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په مختلفو برخو کې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت دنده وبلله وې ویل، محلي مسؤولين دې د امنيت تأمين او د خلکو هوساينې او ارامۍ لپاره خپله ټوله هڅه وکړي او د خپل توان تر حده دې په مختلفو برخو کې د خلکو په ځانګړي ډول د راستنېدونکو کډوالو ستونزې نښه او رفع کړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال د وړانديزونو په اړه زياته کړه، اسلامي امارت به ورته د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې رسيده ګي وکړي.