د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او رېل پټلۍ ادارو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو د ازبکستان هیواد د کانونو، سوداګرۍ، برېښنا او نورو ادارو له استازو او سلاکارانو سره چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر محترم بختیار سعیدوف په مشرۍ یې پلاوی افغانستان ته راغلی وو، په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې چې نن غرمه ترسره شوه، د دواړو لوریو د کانونو او نفتو او ډبرو سکرو د استخراج ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د بین الوزارتي چارو د لاښه والي او ستونزو د لمنځه وړلو په موخه هراړخیز بحثونه وکړل.