د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوی هبة الله آخندزاده حفظه الله له لوري د ګومارل شوي پلاوي له لوري د امارتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د مخنیوي په موخه غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ګومارل شوي پلاوي د غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې لومړی د امارتي ادارو ستونزې او موضوعات وارزول شول.
وروسته له نورو امارتي ادارو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو، نورم او سټنډرډ، ملي ازموینو، اورګاډي پټلۍ او طبي شورا ادارو ترمنځ د وظیفوي تداخل د مخنیوي په موخه هراړخېز بحث او ارزونه وشوه او په هغه اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.