د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع ټولنې له یوشمېر استازو استاد محمدحسین عالمي بلخي ، استاد محمداکبری او نعمت الله غفاري سره وکتل.
یادو مشرانو د دوی وړاندېزونو او غوښتنو ته د رسیده ګي مننه وکړه او وې ویل، د امنیتي حالت په څېر ورځ تر بلې د خلکو په اقتصادي وضعیت کې هم ښه والي لیدل کیږي او د خلکو ډېرې لاینحله دوسیې حل شوي.
هغوی د اهل تشیع هېوادوالو وړاندیزونه او غوښتنې په لیکلي ډول د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته وسپارلې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت د ټولو قومونو پر وړاندې یو شان مسؤلیت لري او ولسونو ته خدمات د حکومت تر ټولو مهمه دنده ده.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت افغانانو ته د ژوند غوره اسانتیاوو برابرولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له لارې د اقتصادي ودې هڅې کوي. نوموړي اهل تشیع مخورو ته ډاډ ورکړ چې پر وړاندېزونو به یې غور وشي.
همدارنګه په یوه بله لیدنه کې د کابل امنیه قوماندان ملا ولي جان حمزه د کابل ښار او ولسوالیو د امنیت او د پولیسو د چلند په هکله د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، په کابل کې د انسان تښتولو او دناامنۍ پېښو کې لاس لرونکې ډلې د پولیسو او اړونده امنیتي ادارو په همکارۍ نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، پر دندو بوخت مجاهدینو مسلکي زده کړې ترلاسه کړې او دا لړۍ به دوام ولري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، امنیتي ادارې دې د هغو کسانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي چې د خلکو ارام او عامه امنیت اخلالوي.هغه زیاته کړه ، د مسؤلو ادارو همغږي او د خلکو همکاري د کابل امنیت لاډاډمنولی شي.
نوموړي د چارو د لاښه والي په موخه د کابل امنیه قومندان ته لازمې سپارښتنې وکړې.