د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په ازبکستان کې د افغانستان اسلامي امارت له سرپرست سفیر محترم مولوي مغفورالله شهاب سره وکتل.
لومړی په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سرپرست سفیرمحترم مولوي مغفورالله شهاب په ازبکستان کې د افغانستان سفارت د کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
نوموړي وویل، د دې سفارت مسؤولین د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګولو او په هغه هیواد کې افغانانو ته د ښو خدماتو برابرولو کوښښ کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په ازبکستان کې د افغانستان سفارت کړنې او فعالیتونه وستایل او وې ویل، دا دواړه هیوادونه په دیني، تاریخي او فرهنګي برخو کې زیات مشترکات لري او لازمه ده چې د دې سفارت مسؤولین د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا هڅې وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په ازبکستان کې د افغانستان سفارت مسؤولینو څخه وغوښتل چې په یاد هیواد کې افغانانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.