د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد له یو شمېر ډاکټرانو او متخصصینو سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې یادو ډاکټرانو او متخصصینو په هیواد کې د روغتیایي وضعیت په اړه خبرې وکړې او د روغتیا او روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه والي برخې ته یې د اسلامي امارت پر جدي پاملرنې خوښي څرګنده کړه.
دوی زیاته کړه، روغتیایي سکتور په هیواد کې د کیفیت لوړولو او لازیاتې پاملرنې ته اړتیا لري، ترڅو هیوادوالو ته په غوره توګه روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.
راغلو ډاکټرانو همداراز وغوښتل چې ډاکټرانو ته دې د تخصص او ظرفیت لوړولو فرصتونو د ایجاد برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت ټولو هیوادوالو ته د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې د روغتیا سکتور پر منل شویو معیارونو برابر کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د خپل توان مطابق هڅه کوي چې په روغتیا سکتور کې ښه والی راشي.