له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون له لوري له بهره هېواد ته په راستنو شویو یوشمېر پخوانیو مسؤولینو د مصؤونیت کارتونه ووېشل شول.
د دغو کارتونو د وېش پر مهال یادو راستنو شویو پخوانیو مسؤولینو هېواد ته په راتګ خوښي وښوده وې ویل، په بهرنیو هېوادونو کې ډېر مېشت افغانان لېواله دي چې هېواد ته راشي.
دوی زياته کړه، دا چې د اسلامي امارت غېږه ټولو افغانانو ته خلاصه ده، په تاریخ کې بېساری اقدام او د افغاني او اسلامي ارزښتونو درناوی دی.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون د درالانشاء رئيس مولوي ذاکر د یادو کارتونو د وېش پر مهال وویل، د عفوې فرمان د ټولو افغانانو لپاره دی او هر څوک له استثناء پرته کولای شي چې ترې استفاده وکړي. هغه وویل، هیچا ته د پخوانۍ دندې له امله مشکل نه پېښېږي او که څوک تشویش ولري کولای شي چې د مصؤونیت کارت په ترلاسه کولو سره په هېواد کې د عزت او ارامۍ ژوند وکړي.