ټولو ته جوته ده، چې خبریالي یو مهم او دروند مسئولیت دی. د همدې خبریالانو له برکته د یوه هېواد وګړي د نظام او نړۍ په کچه، په دوامداره توګه له مهمو پېښو څخه خبریږي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز، په هېواد کې دننه د خبریالانو دغه مهم مسئولیت او رسالت ته په کتو، تل دا هڅه کړې چې ریښتینو معلوماتو ته د خبریالانو لاسرسی اسانه کړي، ترڅو د نظام مهمې کړنې او لاسته راوړنې منعکس، کره او پر وخت معلومات له ولس او نړیوالو سره شریک شي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز، د خبریالانو او د رسنیو استازیو له نه ستړې کېدونکو هڅو مننه او قدردانۍ کوي او دوی ته د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې د لا ښه خدمت د توفیق هیله لري.