د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت د شینوارو شپږو ولسوالیو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
په پيل کې راغلو قومي مشرانو وویل، د اسلامي نظام ملاتړ او ساتنه د ټولو افغانانو مسوولیت دی او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
دوی د اسلامي امارت رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې تل یې قومي جوړښتونو ته پام کړی او له تبعیض پرته یې د ولسونو غږ اورېدلی دی.
یادو قومي مشرانو د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره د شینوارو د قربانیو یادونه وکړه او زياته يې کړه، اوس به هم هیچاته د اسلامي نظام پر وړاندې د بغاوت اجازه ور نه کړي.
یادو مشرانو همداراز د اسلامي امارت رهبري څخه وغوښتل، چې په شینوارو ولسوالیو کې د روغتیايي، پوهنې او کارموندنې پروژو ترڅنګ پراختیايي پروژې تطبيق کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د شینوارو ولسونو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، د خوښۍ ځای دی چې نن د اسلامي امارت په استازولۍ له ولسونو سره یو ځای د ولسونو او هیواد په ثبات او جوړښت بحثونه کېږي.
نوموړي وویل، د اشغال خاتمې لپاره د افغانستان ټولو قومونو په ځانګړي دول د شینوارو محترمو ولسونو سخته مبارزه وکړه، قربانۍ یې ورکړې او زيار یې ګاللی دی.
هغه زیاته کړه، د دې مبارزې او قربانیو په پایله کې افغانستان د اسلامي نظام څښتن شو او دا د اسلامي امارت دنده چې له هر ډول توپیر پرته د ولسونو ستونزې حل او په ټول هيواد کې پراختیايي پروژې پلې کړي.
نوموړي وویل، افغانستان ورځ په ورځ د پرمختګ په حال کې دی او په سیاسي او اقتصادي برخو کې ګڼې لاسته راوړنې لري.
د ریاست الوزراء مرستیال وویل، نړۍ د اسلامي امارت په حقانیت پوه شوې او دا ټولو ته روښانه ده، چې ولسونه د اسلامي نظام ملاتړ کوي له همدې امله غواړي اسلامي امارت سره مثبتې اړیکي ولري.
مولوي صاحب عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې دغو قومي مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړ، چې د شینوارو ولسونو ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شريکې کړي.