د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسئولینو، د دوشنبې په ورځ ( ۲۸ کب ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د مخابراتي شرکتونو لپاره، د فریکونسیو د مزایدې (بولۍ) پایلې اعلان کړې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست، محترم مولوي نجیب الله حقاني، چې په یاد خبري کنفرانس کې یې د فریکونسۍ د مزایدې د پایلو په اړه معلومات ورکول، وویل: د فریکونسۍ د مزایدې هدف، په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته، له دې طبیعي سرچینې څخه د مؤثرې ګټې اخیستنې او د لوړ کیفیت مخابراتي خدمتونو وړاندې لپاره، د مناسب چاپېریال رامنځ کول دي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، د فریکونسیو مزایده په درې بانډونو (۱۸۰۰،۲۱۰۰، ۲۶۰۰ میګاهرتز) کې د کابینې لخوا د ټاکل شوې بین الوزارتي کمېټې په حضور کې په شفاف ډول تر سره شوه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سرپرست د معلوماتو پر بنسټ، د مزایدې په یادو بانډونو کې په ټولیز ډول د ۹۸۰۵۲۵۱۴ امریکایي ډالرو په بدل کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت د ۱۵ میګاهرتز فریکونسۍ، د ام ټي ان مخابراتي شرکت د ۱۰ میګاهرتز فریکونسۍ، د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د ۱۰ میګاهرتز فریکونسۍ او د روشن مخابراتي شرکت د ۵ میګاهرتز فریکونسۍ ګټونکي دي.
ښاغلي حقاني وویل: مونږ پخپل ټول توان هڅه کوو چې مخابراتي شرکتونو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره مناسب چاپېریال او اړینې اسانتیاوې برابرې کړو او له هغوی څخه تمه لرو چې هېوادوالو ته معیاري او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره، د نورو سکتورونو تر څنګ، په مخابراتي سکتور کې هم ښکاره او د پام وړ پرمختګونه شوي دي.