د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د عمرې حج یو شمېر خصوصي شرکتونو او د موټر پلورونکو له استازو او مالکانو سره ولیدل.
په پیل کې د عمرې حج شرکتونو استازو وویل، دوی په دې وروستیو کې د عمرې په موخه سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد په پروسه کې له یو شمېر ستونزو سره مخ شوي دي.
یادو استازو زیاته کړه، د هېواد په کچه د عمرې حج خصوصي شرکتونو ګڼ شمېر کسانو ته د کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو سربېره زیاته پانګونه کړې، نو له اسلامي امارت څخه غواړو چې له دغې برخې په ملاتړ د عمرې حج شرکتونو ته د لا غوره فعالیت زمینه برابره کړي. دوی دغه راز ستونزو ته د حل په موخه خپل یو شمېر وړاندېزونه هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په هېواد کې د خصوصي سکتور د فعالیت ارزښت ته په اشارې وویل، اسلامي امارت پانګوال هڅوي څو د حکومتي ادارو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې هیوادوالو ته خدمات وړاندې کړي.
محترم مولوي عبدالکبیر، د عمرې حج شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې د حل په موخه له اړونده ادارو سره شریکې او په اړه به یې لازم اقدامات وشي.
همدارنګه په یوه بله جلا غونډه کې محترم مولوي عبدالکبیر د جلال اباد ښار د موټر پلورونکو ټولنې له استازو سره د هغوی پر فعالیتونو، ستونزو او وړاندېزونو خبرې وکړې.
په غونډه کې په جلال اباد ښار کې د موټر پلورونکو د ځمکې پر قراداد تر خبرو وروسته محترم مولوي عبدالکبیر د یادې ټولنې استازو ته ډاډ ورکړ چې په دې اړه به اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړي چې د موټر پلورونکو وړاندېزونو ته د اصولو په رڼا کې مناسبې حللارې ولټوي.