د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د پروان ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې په پروان ولایت کې د بېوزلو د لاسنیوي، د سیمه ییزو مسؤولینو او ولس ترمنځ د همکاریو د زیاتېدو او په یاد ولایت کې د یو شمېر پروژو په عملي کېدو خبرې وشوې.
یادو علماوو او مشرانو وویل، دوی هوډ لري د چارو د لاسمون لپاره د ولس او حکومتي ادارو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ په برخه کې کار وکړي. همدارنګه یې په پروان کې د سیمنټو کارخانې پرانیستلو، د سالنګ لویې لارې د رغاولو، له بېوزله کورنیو سره د بېړنیو مرستو، د پوهنې، روغتیا او پراختیايي چارو په برخوکې د پروژو عملي کېدو وړاندیزونه شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د پروان مخورو او علماوو ته د ښه راغلاست پر مهال هغوی ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت ته د ولسونو غوښتنې لومړیتوب لري او د پروان د ولسونو د وړاندېزونو په برخه کې کوټلي ګامونه واخیستل شي.
محترم مولوي عبدالکبیر د سیمه ییزو ادارو او ولسونو همغږي مهمه وبلله او په دې برخه کې یې د پروان د علماوو او قومي مخورو د همکارۍ مننه وکړه. نوموړي وویل، په پروان کې به پانګونې ته زمینه برابره کړي او د اړونده دولتي او مرستندویه بنسټونو لخوا به د پروان د بېوزلو لاسنیوی وشي.