د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په کوربتوب، د امارتي ادارو د ویندویانو او رسنیو مسئولینو د ګډ روژه ماتي پروګرام د دوشنبې په ماښام (۱۳ وری ۱۴۰۳) ، د دغه مرکز د ناستو په تالار کې جوړ شو.
په دې پروګرام کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رهبرۍ تر څنګ؛ د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس، محترم ډاکټر ملا عبدالواسع، د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو مرستیال، محترم قاري عبدالستار سعید، د امارتي ادارو ویندویانو، د رسنیو د ملاتړو بنسټونو مسئولینو او د کورنیو او بهرنیو رسنیو استازو ګډون کړی وو.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي، ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ؛ د ویندویانو او رسنیو مسئولینو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ پراختیا؛ د دې پروګرام اصلي موخه وبلله.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، د رسنیو مرکز تل هڅه کوي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د رسنیو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د ویندویانو او رسنیو مسئولینو ترمنځ د ګډو ناستو په جوړولو سره، هغوی ته دا فرصت برابر کړي چې د همکارۍ او همغږۍ د پراختیا لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه سره شریک کړي.
دغه راز، د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس، محترم ډاکټر ملا عبدالواسع هر اړخیزه وینا وکړه، وې ویل: اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د رسنیو او د بیان د ازادۍ ملاتړی دی او تل دا هڅه کوي ترڅو د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د تعامل او همکارۍ فضا لا پیاوړې شي.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع، د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره، د دولت ، ملت او رسنیو ترمنځ پر ګډ کار ټینګار وکړ وې ویل، رسنۍ د ملت او دولت ترمنځ د پله حیثیت لري، د دولت لارښوونې تر ولس او د ولس غوښتنې تر مسئولینو رسوي چې دا چاره د هغوی ترمنځ د همکارۍ فضا پراخوي او په چارو کې د شفافیت لامل کېږي.
د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس، اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د رسنیو ستونزو حلولو ته په اشارې وویل، چې تل یې د امارتي ادارو ویندویانو او مطبوعاتي مسئولینو ته لارښوونه کړې څو کره او ریښتیني معلومات د رسنیو په واک کې ورکړي. دغه هغه د رسنیو له مسئولینو غوښتنه وکړه چې د ریښتینو معلوماتو او حقایقو په خپرولو سره، د دښمن د تبلیغاتي جګړې مخه ډب او د افغانستان اصلي او مثبت تصویر نړیوالو ته وړاندې کړي.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع څرګنده کړه، اسلامي امارت تل د رسنیو ستونزو د حلولو په برخه کې هڅه کړې او موږ به دا هڅه لا ګړندی کړو ترڅو د رسنیو لپاره مناسب کاري چاپېریال رامنځته شي.
دغه راز، د کار او ټولنیز چارو وزارت ویاند او د تمدن تلویزیون مسئول مدیر هم ویناوې وکړې او په خپلو خبرو کې د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ پر زیاتېدو او د ورته ناستو پر دوام ټینګار وکړ.
یاده ناسته، د ریاست الوزراء د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتيژیکو اړیکو مرستیال، محترم قاري عبدالستار سعید له خوا د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.