د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير, افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ښاغلي ضمیر کابلوف سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په کابل کې د روسیې سفیر هم حضور درلود، د اسلامي امارت او روسیې پر مثبتو اړیکو د ټېنګار تر څنګ ښاغلي کابلوف وویل، مسکو په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت استازي ته د افغانستان د څوکۍ ورسپارلو غوښتونکی دی.
ښاغلي ضمیر کابلوف زیاته کړه، اسلامي امارت سره به د روسیې مثبتې اړیکې دوام ولري، دغه راز روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له داعش او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا او د همکاریو په دوام ټينګار وکړ.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير، افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت د افغانستان په اړه د مسکو د دریځ هرکلی او له مرستو یې مننه کوي.
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال، له افغانستان سره په سیاسي، فرهنګي او بنسټونو د رغولو په برخه کې د روسیې د مرستو د اړتیا یادونه وکړه وې ویل، د کابل او مسکو ګډې هڅې کولای شي په سیمه کې د ګواښونو مخه ونیسي.
محترم مولوي عبدالکبير د خپلو خبرو په پای کې په مسکو- فارمټ کې افغانستان ته د رسمي غړیتوب د ورکولو هيله هم څرګنده کړه.