د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د مهربان خیریه بنسټ مسوول محترم الحاج محمدحسن نیازي سره وکتل.
په پیل کې محترم الحاج محمدحسن نیازي د دې بنسټ د کړنو، فعالیتونو او برنامو په اړه د ریاست الوزرا معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
په افغانستان کې د خیریه بنسټ مسوول زیاته کړه، یاد بنسټ د جوماتونو جوړولو، له بې بضاعته او بې وزلو خلکو سره د مرستې، دارالایتامونو جوړولو او نورې خیریه چارې ترسره کوي او په افغانستان کې د مهربان خیریه بنسټ نمایندګي هم په یادو برخو کې په مجموعي توګه اغېزناک فعالیتونه کړي او په پام کې لري چې په راتلونکي کې په یادو برخو کې په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخه کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د مهربان خیریه بنسټ د کړنو د قدرداني ترڅنګ وویل، د جوماتونو جوړول، بې وزله او اړمنو خلکو سره مرسته او د یتیمانو سرپرستي له نېکو او غوره اقداماتو څخه دی او د یاد بنسټ کارکوونکو ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.