د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت امنیه قومندان محترم قاري حفیظ الله پهلوان سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې د جوزجان امنیه قومندان محترم قاري حفیظ الله پهلوان په خپلو خبرو کې د یاد ولایت د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت ترڅنګ د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړ.
نوموړي وویل، د مجاهدینو د بېسارو هڅو په پایله کې د یاد ولایت په ښار او ولسوالیو کې امنیت په بشپړه توګه تامین دی او ټول سیمه ییز مسؤلین د ولسونو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال پر یادې کتنې خوښي څرګنده او د جوزجان ولایت د امنیه قومندانۍ فعالیتونه او کړنې یې وستایلې.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، د امنیت تامین د ټولو افغانانو مهمه اړتیا ده چې له اوږده ځنډ وروسته یې نصیب شوی چې تامین لپاره یې باید د اسلامي امارت مسؤلین او مجاهدین شپه او ورځ لازیاتې هڅې وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، ولسونو ته هوساینه او ارامتیا د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه دي چې په دې برخه کې خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.