د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د چین له سفیر ښاغلي ژاو شینګ سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې ښاغلي سفیر له اسلامي امارت سره د چین پر همکارۍ د ټېنګار تر څنګ وویل، د دواړو لورو ګډې همکارۍ او اړیکې کولای شي د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
د ښاغلي ژاو شینګ په وینا، د چين ولسي جمهوریت په نړیوالو غونډو خصوصا د امنیت شوری په غونډه کې د اسلامي امارت له دریځ ملاتړ کوي او له اسلامي امارت سره خپلې همکارۍ ته ژمن دی. دغه راز نوموړي، په چين کې د جوړېدونکې همالیا ټرانس فورم په غونډه کې د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال ته د ګډون رسمي بلنه هم ورکړه.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د چین ولسي جمهوریت له همکارۍ په مننې وویل، اسلامي امارت د مسؤل حکومت په توګه پر کړو ژمنو ولاړ دی او هڅه کوي په سیمه ییزو مسایلو او د سیمې په ثبات او پرمختګ کې فعاله ونډه ولوبوي.
محترم مولوي عبدالکبیر، د افغانستان په هکله په نړیوالو غونډو کې د چین همکاري او د اسلامي امارت له دریځ څخه د بیجنګ ننګه د افغان ولس په ګټه وبلله او زیاته یې کړه، د چین همکاري کولای شي په هېواد کې د مثبتو بدلونونو او اقتصادي ودې سبب شي.