د ننګرهار ولایت د لومړۍ ناحیې اړوند د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې د ۲۷۳ زره او ۸۳۴ آمریکایي ډالرو په ارزښت پیل شوې.
دغه استنادي دېوال ۹۴۲ متره اوږدوالی لري، چې د ننګرهار سیندیزې حوزې او د جلال آباد ښاروالي تر چتر لاندې پلي کېږي او چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د جلال اباد ښار د پنډغالو، قصبې، اتحاد مېنې، ارباپانو، بابړیانو، چشمه خانجي او یو شمېر نورې سیمې د سیند د اوبو له ګواښ څخه خوندي شي.