د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ای هاها خیریه مؤسسې له مسؤلینو سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې د یادې مؤسسې مسؤلینو د خپلو فعالیتونو، کړنو او برنامو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل وې ویل، دوی تصمیم لري په افغانستان کې خپل بشردوستانه فعالیتونه پراخ او په بېلابېلو برخو کې به یې افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر دوام ومومي.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ای هاها خیریه مؤسسې د بشردوستانه مرستو قدرداني وکړه وې ویل، د افغانستان اسلامي امارت په هیواد کې د یادې مؤسسې د بشردوستانه فعالیتونو هرکلی کوي او د دغو فعالیتونو د دوام لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.