د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمُنشي مرستیالې آغلې روزمېري ډیکارلو سره په داسې حال کې وکتل، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا هم حضور درلود.
په دې ناسته کې چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري هم حاضر و، په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمُنشي مرستیالې آغلې روزمېري ډیکارلو په افغانستان کې په شته پرمختګونو او لاسته راوړنو خوښي وښوده او وې ویل، ډېر مثبت بدلونونه راغلي دي.
آغلې ډیکارلو له ولسونو سره د سیاسي مرستیال په دوامداره لیدنو خوښي څرګنده کړه او له افغانانو سره یې د ملګرو ملتونو د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
د ملګرو ملتونو د سرمُنشي مرستیالې د دوحې راتلونکې ناستې په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل وې ویل، د دوحې ناستې ته د نړیوال بانک په ګډون د یو شمېر نړيوالو سازمانونو او هیوادونو استازي هم دعوت شوي دي.
هغې د افغانستان اسلامي امارت ته هم پدې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه او زياته يې کړه، د ګډون لپاره د افغانستان اسلامي امارت شرطونه درانه نه دي او هيله يې وښوده، چې د اسلامي امارت پلاوی هم پکې برخه واخلي.
آغلې ډیکارلو زیاته کړه، د دوحې راتلونکې ناسته د افغانستان او نړۍ د اړیکو د پراختیا او تعامل زياتولو او عادي کولو لپاره غوره فرصت دی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر کابل ته د ملګرو ملتونو د سرمُنشي مرستیالې راتلو هرکلی وکړ او له افغانستان په ځانګړي ډول د وروستيو سېلابونو زيانمنو سره يې د ياد سازمان له مرستو مننه وکړه.
هغه وویل، اسلامي امارت د افغانستان پر ټوله جغرافیه حاکم دی، مسؤلین له نږدې خلکو سره په تماس کې دي، د خلکو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره بنسټیزې هڅې روانې دي.
د نوموړي په وینا، دا مهال په ټول افغانستان کې یو مرکزي حکومت حاکم دی، چې یو امیر لري او اطاعت یې کېږي. همدارنګه زیاته يې کړه، دا مهال په حکومت کې ۸۵ زره مېرمنې پر دندو بوختې دي او د مېرمنو په ګډون د مسلکي کادرونو استخدام ته ژمن يوو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت په تېرو څه کم دریو کلونو کې پخپلو ژمنو عمل کړی، داعش ختم شوی او له افغانستان څخه هیچاته ګواښ نه دی متوجه شوی.
هغه وویل، د دوحې تېره ناسته د تنظیموونکو د ځینو نیمګړتیاوو له امله نیمګړې وه او هیله یې وښوده، چې راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت دریځ ومنل شي، ترڅو پلاوی پکې ګډون وکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت له نړیوالو سره د ستونزو رامنځته کېدل او دوام نه غواړي، بلکې له نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی.
په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر په ټینګار سره وويل، د یوناما په موجوديت کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتيا نشته.