د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي بدخشان ولایت ته د سفر پر مهال د افغانستان د ګرځندوی ملي جاذبو کنفرانس کې چې د لوړو زدکړو وزارت او بدخشان پوهنتون له لورې جوړ شوی وو، ګډون او وینا وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د لوړو زدکړو محترم وزیر او رهبري پلاوی، د ولایت مقام او بدخشان پوهنتون رهبري پلاوی او ټول هغه مسؤلین چې د یاد کنفرانس په جوړولو کې یې ونډه لرله وستايل وې ويل، الحمد لله د خوښۍ ځای دی چې نن د هیواد د بېلابېلو پوهنتونونو علمي او اکاډمیک شخصیتونه سره راټول شوي او په افغانستان کې د ګرځندوی د جاذبو په اړه خپلې مقالې وړاندې کوي، سربېره پر دې دوی د ورورۍ په ټول قوت او توان هڅه کوي چې د افغانستان ښکلاګانې د افغانستان ولسونو او نړیوالو ته وښایي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت هڅه کوي د واټونو او لویو لارو په جوړولو سره افغانستان له بېلابېلو دهلېزونو په ځانګړي ډول د واخان کوریدور له لارې د یوې لارې یو کمربند پروژې سره وصل کړي، ترڅو د ګاونډيو د اقتصادي او ټکنالوژۍ له ګټو استفاده وشي او د هیواد د برېښنا بندونو په جوړولو سره د انرژۍ له واردولو خلاص شو.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، افغانستان پرېمانه کانونه لري او یو کرنیز هیواد دی چې د طبیعي ښکلو منظرو او معتدل اقلیم ترڅنګ په بېلابېلو ولایتونو کې د لرغونو ابداتو په لرلو سره چې د اسلامي او غیراسلامي تمدنونو څخه راپاتي د ګرځندوی او سیاحت لپاره بې نظیره مکان دی، دغې برخې ته د رسیدګۍ او پاملرنې له اړخه کولای شو پام وړ کلنی عاید ترلاسه کړو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، اسلامي امارت له ټولو ګاونډیانو سره په اقتصادي، فرهنګي او سیاسي برخو کې د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او هیچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د دوی امنیت ته ګواښ پېښ کړي، دغه راز له دوی هم د نه لاسوهنې د اصولو په پام کې نیولو سره دوستانه او نېکې اړیکې غواړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې له هیواده بهر وطنوالو ته په خطاب کې وویل، افغانستان زموږ د ټولو افغانانو ګډ کور دی، ټول پکې د ګډ ژوند کولو حق لري، اسلامي امارت به د دوی مال او ځان خوندي کوي، له دوی یې وغوښتل چې هیواد ته راستانه او د افغانستان په پرمختګ او ابادۍ کې ونډه واخلي.