د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر محترم نورالدین عزیزي سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي عزیزي د روسیې او اسلامي نړۍ په ۱۵مې نړیوالې اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه تاتارستان ته د خپل سفر راپور د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړ.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر یاد سفر د افغانستان د صادراتو او سوداګرۍ په برخه کې له ډېرو لاسته راوړنو ډک وباله وې ویل، روسي شرکتونو او بنسټونو په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا وښوده.
همدا راز محترم نورالدین عزیزي زیاته کړه، په یاد سفر کې یې د اسلامي امارت ښه استازولي کړې او د غونډې ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړی چې افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، له ښاغلي نورالدین عزیزي څخه مننه وکړه او د نوموړي دغه سفر یې مثبت وباله.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د اسلامي امارت لخوا د لوړ رتبه مسؤلینو دا ډول سفرونه د دې څرګندويي کوي چې اسلامي امارت د ګاونډیو او د سیمې هېوادونو په شمول له نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر اساس تعامل غواړي.