د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د پولې هاخوا متخصصينو اتحاديې له استازو سره وکتل.
په دې ناسته کې، د یادې اتحاديې په استازولۍ ډاکټر دوست محمد ځدراڼ او ډاکټر غلام حضرت خبرې وکړې او وې ویل، یاده اتحادیه د ۱۶۰ مسلکي او متخصصو ډاکټرانو په لرلو سره د خپلو هيوادوالو خدمت کوي او ګڼ شمېر بهر مېشتي افغان متخصصین چمتو دي بېرته خپل هيواد ته وګرځي.
دوی وویل، د پخوا په پرتله په طبي برخه کې ظرفیتونه لوړ شوي او د ډېرو ناروغیو درملنه اوس په کور دننه ترسره کېږي.
دوی همدا راز د پولې هاخوا متخصصینو اتحادیې اړوند یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ډاکټرانو او روغتيايي سکتور د کارکوونکو د هڅو ستايلو ترڅنګ، ياد متخصصين د هيواد لويه پانګه وبلله او زياته يې کړه، افغانستان په هر حالت کې تاسو ته اړتيا لري.
هغه وویل، د هیواد د کادرونو او شخصیتونو ستاینه او ملاتړ د اسلامي امارت پالیسي ده او هغوی ته د هر راز سهولتونو برابرولو لپاره هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړه، دا چې افغانان بېوسه او غریب دي، اړتیا ده چې دولتي او خصوصي روغتيايي ادارې د درملنې او تشخیص په برخه کې له پوره دقت او مهربانۍ څخه کار واخلي.
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې د يادې اتحاديې غړو ته ډاډ ورکړ، چې د حللارې موندلو لپاره به يې ستونزې او وړانديزونه له اړوندو ادارو سره شريک کړي.