د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر سپیدار ماڼۍ کې، د پروان د جبل السراج ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او علمای کرامو سره وکتل.
په دغه کتنه کې یادو قومي مخورو او علماوو د خپلو سیمو ډاډمن امنیت ته په اشارې وویل، د اسلامي نظام په راتګ سره د پروان ولسونه له زورواکو او غاصیبنو څخه خلاص شوي او په یوه او بل نوم نه ځورول کېږي.
دوی د اسلامي نظام د ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، د نظام د پاېښت په موخه له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي او نه غواړي چې یو ځل بیا افغانستان د جګړې ډګر وګرځي. همدارنګه دغو علماوو او قومي مشرانو په جبل السراج ولسوالۍ کې د جامع جومات او یو شمېر هټیوالو د ستونزو د حل لپاره خپل وړاندېزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته وسپارل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د پروان مخورو او علماوو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، قومي مخور، علما او عام ولسونه اسلامي امارت ته ځانګړی ارزښت لري او په هره کچه د مسؤلینو دروازې د هغوی پر مخ پرانیستې دي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، له جهادي دورې وروسته د اسلامي امارت پالیسي پر بیارغاونه او افغانانو ته پرخدمت کولوڅرخي او هڅه کوي چې له کورنیو عوایدو د خلکو ستونزې هوارې کړي.
په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د جبل السراج د خلکو پر وړاندېزونو به غور وشي او ټول اړوند مسؤلین به یې د حل لپاره اقدامات وکړي.