د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د لوګر ولایت د څرخ ولسوال مولوي محمد عبدالله په ګډون د دې ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو او علمای کرامو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د څرخ د علماو او قومي مشرانو په استازولۍ شیخ محمد قاسم راشد په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام پر ټینګښت خوښي وښوده وې ویل، ولسونه د اشغال په پای ته رسېدو سره خوښ او له اسلامي نظام سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
د لوګر د څرخ ولسوالۍ علماؤ او قومي مشرانو زیاته کړه، د دې ولسوالۍ مجاهدینو او ولسونو د اشغال خلاف سخته مبارزه کړې، قربانۍ یې زغملي خو د سیمې پراختیا لپاره یې هېڅ کار نه دی شوی.
راغلو علماؤ او قومي مشرانو په څرخ ولسوالۍ کې د ښوونځيو، سړکونو او یوه اساسي روغتون د جوړېدو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د نورو پراختیايي پروژو پلي کولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د څرخ ولسوالۍ له قومي مشرانو او علماؤ مننه وکړه او د اشغال په خلاف یې د دې ولسوالۍ د مجاهدینو او ولسونو سپېڅلی جهاد، قربانۍ او سختۍ وستایلې.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو علمای کرامو او قومي مشرانو ته په خطاب کې وویل، د لوګر په ځانګړي ډول څرخ ولسوالۍ د ستونزو د حل لپاره به اړوند ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي او د مشکلاتو د حل لپاره به یې اقدامات وشي.