د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د پروان له ولایتي مسؤلینو سره په سپيدار ماڼۍ کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د پروان ولایتي مسؤلینو د دې ولایت د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل وې ویل، دا مهال په پروان کې سرتاسري امنیت تامین دی، خلک له ولایتي ادارې سره همکار او په بېلابېلو برخو کې ښه همغږي رامنځته شوې ده.
راغلو مسؤلینو دېته په اشارې چې د پروان ولسونه د اسلامي نظام په راتګ خوښ دي وویل، یاد ولایت ته دې د سړکونو رغاولو، د استنادي دېوالونو، پلونو، پلچکونو او کلینیکونو د جوړولو ترڅنګ دې د پروان پراختیايي او بیارغونې پروژو ته اساسي پاملرنه وشي.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د پروان ولایتي مسؤلینو له هڅو او خدمت په مننې وویل، د پروان، کاپيسا او پنجشیر ولایتونو په شمول ټولو مرکزي ولایتونو ته جدي پاملرنه کېږي او په هر اړخیزه توګه به د ولسونو غوښتنې په نظر کې ونیول شي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره د ولسونو ذهنیتونه د اشغال له تبلیغاتو پاک شوي او خلک له اسلامي نظام سره همکار دي، د اسلامي امارت له مسؤلینو غواړم چې له خلکو سره د همکارۍ په فضا کې په مهربانۍ چلند او په بېلابېلو برخو کې د دوی ستونزو ته رسیدګي وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، اسلامي امارت د افغانستان ټول ولسونه خپل خلک بولي، له تبعیض پرته ورته خدمات وړاندې او د ستونزو د حل په برخه کې هر اړخیزه هڅې کوي.