د مالیې وزارت مسئولینو د پنجشنبې په ورځ (۱۰ غبرګولی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال، د اصنافو د ثابتې مالیې د معافیت او تخفیف په موخه، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله، د حکم په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.
په دې خبري ناسته کې د مالیې وزارت د رهبرۍ تر څنګ، د ریاست الوزراء اداري مرستیال، د کابینې یو شمېر وزیرانو، د احکامو او فرامینو د تعقیب او څارنې لوی ریاست سرپرست، د چارو ادارې د لوی ریاست سرپرست، د امارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي رئيس او د اصنافو د اتحادیې مسئولینو او استازیو هم ګډون کړی وو.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال، محترم مولوي عبدالسلام حنفي، په دې ناسته کې وویل: د اصنافو استازیو به د اسلامي امارت مسئولینو سره په لیدنو کې د مالیې د کمښت او تخفیف غوښتنه کوله، چې عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله)، ولس او اصنافو ته د اسانتیا برابرولو لپاره د هغوی د ثابتې مالیې د معافیت او تخفیف په اړه حکم ورکړ.
محترم حنفي زیاته کړه، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله)، د دې حکم پر بنسټ، تر دوه میلینو افغانیو پورې د اصنافو د فروشاتو مالیه په مطلق ډول معاف ده او له دې پورته اندازه فروشاتو نه یوازې (۰،۳) سلنه مالیه اخیستل کېږي. دا حکم د ۱۴۰۳ هـ ش کال له پیل څخه د تطبیق وړ دی. د دې حکم له مخې د ثابتې مالیې برخه کې اصنافو ته ښې اسانتیاوې برابروې شوي چې ټول ملت ته به یې ګټه ورسېږي.
دغه راز، د مالیې وزارت سرپرست، ملا محمد ناصر اخوند، د ناستې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل: د افغانستان اسلامي امارت په دومداره ډول هڅه کوي چې ولس ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. په همدې اساس د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ځانګړي حکم پر بنسټ، هغه دوکانداران او کسبګر، چي د کلنيو فروشاتو اندازه یې تر دوه میلیون افغانیو پورې وي؛ د ثابتې مالیې له ورکړې څخه په بشپړه توګه معاف دي او له دې اندازې پورته فروشات لرونکو اصنافو او کسبګرو څخه د (۰،۵) سلنه ثابتې مالیې پر ځای، (۰،۳) سلنه مالیه اخیستل کیږي.
همدارنګه، د اقتصاد، لوړو زده کړو او صنعت او سوګراۍ سرپرست وزیرانو، د چارې ادارې لوی ریاست سرپرست او د اصنافو د خونې رئیس هم په خپل وار ویناوې وکړې او په خپلو خبرو کې وویل، چې عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله، هڅه کوي څو په بېلابېلو برخو کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو سره، هېوادوالو ته د غوره او ښو خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي. هغوی زیاته کړه چې له خصوصي سکتور او اصنافو سره د ثابتو مالیاتو برخه کې د معافیت او تخفیف حکم، له ولس سره د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله، د شفقت او مهربانۍ ښکارندویي کوي. دغه راز د هغوی په وینا، د اسلامي امارت لخوا د مالیاتو د کمښت پالېسي یو دیانت دی او دا کار له ولس څخه د بوج لرې کولو په موخه تر سره کېږي.