د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر علماؤ، مجاهدینو او متنفذینو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر محترم مولوي عطاء الله عمري او محترم شیخ حلیم هم حضور درلود، په پیل کې یادو علماؤ، مجاهدینو او مشرانو خبرې وکړې او د خپلو ولایتونو د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي مسایلو په اړه یې د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
دوی د اسلامي امارت د مسؤلینو او مجاهدینو له لورې د امنیت ټینګښت، هوساینې او خلکو ته د خدمت ترڅنګ د سیمه ییزو ادارو پر حکومتولۍ، فعالیتونو او چارو په څرنګوالي خوښي څرګنده او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې وغوښتل چې یادو ولایتونو کې د روغتیایي کلینیکونو، مواصلاتي لارو، انکشافي چارو او ځوانانو ته د کارموندنې د ایجاد برخو ته پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي راغلو علماؤ، مجاهدینو او مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د اسلامي امارت دروازې د ټولو هیوادوالو پر مخ پرانیستي دي؛ دغه راز یې د دوی د وړاندیزونو، نظریاتو او ستونزو د شریکولو هرکلی هم وکړ.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په بېلابېلو برخو کې هیوادوالو ته خدمت د اسلامي امارت د مسؤلینو دنده او مسؤلیت وباله وې ویل، په مرکز او ولایتونو کې امارتي مسؤلین د خپل توان په محدوده کې هڅه کوي د خلکو غوښتنو ته رسیدګي وکړي.