د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو هم حضور درلود، د عامې روغتیا وزارت د نوي سرپرست محترم مولوي نور جلال جلالي د معرفي په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د دغو مراسمو په پیل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د عامې روغتیا نوي سرپرست وزیر محترم مولوي نور جلال جلالي ته د مبارکۍ ترڅنګ هیوادوالو ته د خدمت کولو په برخه کې نوموړي ته د خدای تعالی په دربار کې د غوره خدمت دعا وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، محترم مولوي نور جلال جلالي د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې بېلابېلې دندې او مسؤلیتونه تر سره او د اسلامي امارت له فتوحاتو او دوباره حاکمیت راوروسته یې هم هیوادوالو ته د خدمت په برخه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلي کړي دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، د امیرالمؤمین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبت الله اخندزاده حفظه الله تعالی د فرمان پر بنسټ محترم مولوي نور جلال جلالي د هیواد د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په توګه تعین شوی دی، زه چې محترم مولوي صاحب پېژنم ډاډه یم لکه څرنګه چې د نورو ورسپارل شویو دندو په اجرا کې بریالی وو، د دغه مسؤلیت په اداء کولو کې به هم بریالی راووځي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، هیله لرم محترم مولوي نور جلال جلالي به وکولی شي د عامې روغتیا وزارت د پرسونل په همکارۍ د هیواد د روغتیا سکتور، ډاکټران او متخصصین لا بهتره او فعال او د هیوادوالو ستونزې پدې برخه کې حل کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، په افغانستان کې د مخکېنۍ ادارې په دورو کې میلیونونه ډالر هیواد ته راغلل، خو بدبختانه په دولتي روغتونونو کې د ام آر آی یو ماشین هم نه وو، که په خصوصي روغتونونو کې هم موجود وو نو د هغه د راپور د تحلیل او تجزیې متخصصین پکې نه وو، چې واقعاً د خواشینۍ ځای دی.
نوموړي زیاته کړه، هیله لرم د عامې روغتیا وزارت د رهبري او پرسونل په هاند او هڅو وکولی شو د هیواد په ټولو کلیو کې ابتدایي کلینیکونه او د ولسوالیو په کچه روغتونه ولرو ترڅو د خلکو ستونزې حل کړو، ولایتي روغتونونه مو تخصصي روغتونونو ته لوړ او د زونونو روغتیایي مرکزونه مو په ټولو معیاري امکاناتو مډرن او مجهز شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، هره کوچنۍ او ستره دنده چې یو چاته سپارل کېږي په حقیقت کې یو ستر مسؤلیت دی، لازمه ده د هغې په غوره اجرا کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي. اسلامي امارت د هیواد روغتیایي سیستم پیاوړتیا ته هوډمن دی چې د ډاکټرانو او متخصصینو په همکارۍ به د روغتیا په برخه کې موجوده ستونزې حل کړي.