د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پروان ولایت یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی هغوی په هیواد کې د امنیت په تامین د خوښي څرګندولو پرمهال په دې ولایت کې د ټولنیز، اقتصادي او حکومتولۍ د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
هغوی زیاته کړه، د پروان ولایت مجاهدین د خلکو د امنیت او ارامي د تامین او هغوی ته د خدماتو برابرولو په موخه تل کوښښ کوي.
د پروان علماوو او مجاهدینو د اسلامي امارت رهبري څخه وغوښتل چې په هغه ولایت کې د مجاهدینو وضعیت، ښوونې او روزنې، د شغلي فرصتونو برابرولو، په لیرې سیمو کې د روغتیایي مرکزونو جوړولو او د پراختیایي پروژو پلي کېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اشغالګرو په ضد د مبارزې په وخت کې د پروان د مجاهدینو او علماوو سرښندنې او هڅې وستایلې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، د امنیت تامین او د خلکو ارامي، ټولنیزه هوساینه او د ښو خدماتو برابرول د اسلامي امارت له ژمنتیاوو څخه دي او په دې برخو کې نهایي هڅې او کوښښونه کېږي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د وړاندیزونو په اړه وویل، اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام هغو ته رسیګي او اقدام وکړي.