د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له وتلی صحافي، لیکوال او دسیاسي چارو له شنونکي محترم ډاکتر احمد موفق زیدان سره وکتل.
د کتنې په پیل کې محترم ډاکتر احمد موفق زیدان په افغانستان کې د امنیت په تامین او د اسلامي امارت له لوري په شویو پرمختګونو خوښي وښوده او وې ویل، د هغو ناسمو معلوماتو برخلاف چې په رسنیو کې د افغانستان په اړه مطرح کېدل، له نږدې په دې هیواد کې د مثبتو بدلونونو په لیدلو زیات خوښ یم.
هغه په هیواد کې د ځینو ستونزو په له منځه وړلو د هیله مندۍ څرګندولو سره وویل، د افغانستان اسلامي امارت رهبري هیواد د ترقۍ او پرمختګ لورته سوق کړی او د ابادۍ په برخه کې ترېنه د لا زیاتو هلوځلو تمه کیږي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په بېلابېلو برخو کې زیات کارونه ترسره شوي چې د افغانستان اسلامي امارت له لاسته راوړنو حسابېږي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د هیواد ترقۍ او پرمختګ ته ژمن دی او په ټولو امکاناتو په دې برخه کې کوښښ کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه وویل، د افغانستان اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې له هغې جملې د اقتصادي ودې او ځوانانو ته د کاري او تحصیلي فرصتونو برابرولو په برخو کې پرلپسې کوښښونه کوي.