د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ممتازو فاضلانو او محصلینو په هغو تشویقي مراسمو کې چې د لوړو زدکړو وزارت له لورې په کابل پوهنتون کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.
په دغو مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال، د ممتازو فاضلانو او محصلینو د تشویق په موخه د دې ډول مراسمو جوړول مهم او اغېزمن وبلل.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغو فاضلانو او محصلینو ته چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړي مبارکي وویله زیاته یې کړه، که چېرې موږ خپل عالم او مفتي ونلرو اړ کېږو چې له بل اسلامي هېواد څخه عالم یا مفتي راولو، که چېرې تکړه او پوه ډاکټران ونه لرو لکه څرنګه چې نن له دغې ستونزې سره مخ یوو مجبورېږو خپل ناروغان د درملنې په موخه له هیواده بهر یوسو، دغه راز که لایق او پوه انجنیران ونلرو ناچاره کېږو چې له نورو مرسته وغواړو.
نوموړي څرګنده کړه، دا هېواد په تاسې پورې اړه لري، که وغواړو ګران وطن مو د یوه خپلواک اسلامي هېواد په توګه له نورو هېوادونو سره سیال شي، یا وغواړو چې وطن مو اباد او پرمختللی واوسي ستاسې په څېر په علم پوه او ممتازو افرادو ته ضرورت لري.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، نن د مدرسې، ښوونځي او پوهنتون ترمنځ توپیر نشته او هېڅوک هم حق نلري چې تر منځ یې واټن ایجاد کړي، موږ او تاسې ټول باید تر یو چتر لاندې د هیواد د بچیانو د سالمې ښوونې او روزنې او د افغانستان د پرمختګ او ابادۍ لپاره لکه د ورونو په څېر ګډ کار وکړو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي دېته په اشارې چې له مدرسې باید څوک ونه ډار شي وویل، په مدرسو کې د اسلامي علومو او فنونو ترڅنګ طالب علمانو ته اسلامي اداب، رېښتیا ویل، ټولو انسانانو ته درناوی، د نورو د حقونو مراعتول، له درواغو ویلو او انسانانو ته له توهین او سپکاوي ډډه کولو ترڅنګ د ټولو نشه یي توکو له استعمالولو څخه د پرهېز درس ورکول کېږي، دا هغه څه ندي چې څوک ترې وډار شي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، له افراطیت او اسلام څخه زموږ د ځینو ګاونډیو هیوادونو ډار د دې لامل شوی چې ځوانان یې مخربو کړیو او ډلو ته مخه کړي، چې کړنې یې بیا د نورو د ځورونې لامل ګرځي؛ موږ خپلو ګاونډیانو ته دا ډاډ ورکوو چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو، سیمې او د نړۍ نورو هېوادونو سره د نېکو او حسنه رابطو غوښتونکی دی او نه غواړي د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
نوموړي څرګنده کړه، د افغانستان له خاورې به د هیڅ هیواد پر ضد استفاده ونشي، دغه راز له دوی هم دا توقع لرو چې اسلامي امارت سره د متقابل درناوي پر بنسټ چلند وکړي او زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د قزاقستان د جمهور رئیس محترم قاسم جومارت توکایف له لورې خپرې شوې اعلامیې ته په اشارې وویل، د قزاقستان دولت د افغانستان اسلامي امارت په اړه پر ځای او سمه پرېکړه کړې ده، له نورو هېوادونو هم غواړو چې دېته ورته عمل ترسره او د نېکو او دوستانه رابطو د پیاوړتیا هڅې وکړي.
د ریاست الوزراء ادري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ممتازو فاضلانو او محصلینو ته د لازیاتې بریا هیله وکړه او یو ځل بیا یې د باکفیته تعلیمي او تحصیلي سیستم په لرلو ټینګار وکړ وې ویل، موږ هڅه کوو په راتلونکي کې د لوړ کفیت لرونکي مدرسې، ښوونځي، پوهنتونونه او تعلیمي مؤسسې ولرو، ترڅو په دغو بنسټونو کې د ځوان نسل د روزنې او تربیې له لارې ګران هیواد افغانستان او ټولو وطنوالو ته په لوړ کیفیت خدمات وړاندې شي.