د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسئولینو د چهارشنبې په ورځ ( ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې ناستې پر مهال د چاپېریال نړیواله ورځ ولمانځله.
په دې لمانځغونډه کې د چاپېریال ساتنې ادارې د رهبرۍ تر څنګ، د ریاست الوزراء اداري مرستیال، د کابینې وزیرانو، د امارتي ادارو مسئولینو او د ملي او نړیوالو سازمانونو او بنسټونو استازو هم ګډون کړی وو.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال، محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې ناسته کې وویل: له بده مرغه چاپېریال د نړۍ د صنعتي قدرتونو له حده زیاتې ګټې اخیستنې له امله تر بل هر وخته له زیات خطر، حتی نابودۍ سره مخ دی.
ښاغلي حنفي زیاته کړه، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه د نړۍ له زیانمنونکو هېوادونو څخه دی او د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله یې چاپېریال ته سخت زیان اوښتی دی. دغه راز نوموړي وویل، سالم چاپېریال د هر انسان طبیعي حق دی او د سالم چاپېریال رامنځته کولو لپاره باید مونږ ټول دوامداره او مسئولانه هڅې وکړو.
محترم حنفي، له رسنیو، ځوانانو، تعلیمي ادارو، علماوو او متنفذینو څخه غوښتنه وکړه چې د چاپېریال ساتنې برخه کې د عامه پوهاوي لوړولو لپاره هڅې وکړي.
دغه راز، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست، محترم حافظ عزیز الرحمن وویل: په ټوله نړۍ کې ایکوسیستمونه له ګواښ سره مخ دي او طبیعي چاپیریال چې د انسان د ژوند سرچینه ګڼل کیږي د ویجاړېدو په حال کې ده؛ بناً هېوادونو ته پکار ده چې سترو چاپېریالي ننګونو ته د رسیدو لپاره په ګډه کار وکړي.
محترم حافظ عزیز الرحمن زیاته کړه، چې د اوبو، هوا او خاورې ککړتیا، د نړیوالې تودوخې زیاتوالی، د اقلیم بدلون، وچکالي، ناڅاپي سېلابونه، د ځمکې او ځنګلونو تخریب، د خاورې تخریب، بېدیا کېدل او د ایکوسیستمونو او ژوند بڼو له منځه تلل؛ په افغانستان کې عمده چاپېریالي ننګونې دي.
نوموړي، وچ او نیمه وچ اقلیم، پر طبیعي زېرمو ولاړ اقتصاد، دوامداره وچکالي، د عامه پوهاوي کچې ټيټوالی، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې طبیعي پېښې، د اشغال او جګړو پر مهال د هر ډول ممنوعه وسلو کارول او د نړیوالو سازمانونو د کافي همکارۍ نشتون د افغانستان د چاپېریال زیانمنېدو د عواملو په توګه یاد کړل.
د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست، د خپلو خبرو په دوام وویل: د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې د افغانستان رول په نشت حساب دی؛ خو د دې پدیدې له ناوړه اغیزو څخه ډېر اغېزمن هېواد دی او دا یې پر نړیوالو حق دی چې په دې برخه کې د افغانانو بشپړ ملاتړ وکړي. دغه راز نړیوال باید د اقلیمي بدلون له خطرونو سره د مبارزې برخه کې د افغانستان ځنډول شوې پروژې ژر پیل او تطبیق کړي.
محترم حافظ عزیز الرحمن، د چاپېریال قانون بیاکتنه، د چاپېریال ملي پالیسۍ تدوین، د ژوند بڼو ملي ستراتېژۍ جوړول، د څلورو چاپېریالي طرزالعملونو جوړول، د ادارې د ستراتېژیک پلان بیاکتنه، د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پراختیایي برنامو تدوین، د هېواد د لویو ښارونو د هواککړتیا د راکمولو، مخنیوي او کنترول پنځه کلن پلان نوي کول او د اوزون پوړ ویجاړوونکو ګازونو (HFC) د مصرف او تورید د کنټرول په موخه د کیګالي تعدیلاتو تصویب؛ د دې ادارې د لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست څرګنده کړه، چې افغانستان د ۱۶ نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو او پروتوکولونو غړیتوب لري، چې اوس مهال هم د نړیوالو سازمانونو له مالي او تخنیکي ملاتړ پرته د یادو کنوانسیونونو اهدافو او مکلفیتونو پلي کولو ته ژمن دی.
همدارنګه، پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت او کور او ښار جوړولو وزارتونو سرپرست وزیرانو، د چاپېریال ساتنې ادارې مسلکي مرستیال، د اوبو او انرژۍ وزارت ارشد سلاکار، د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام د دفتر رئیس، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رئیس او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رئیس هم ویناوې وکړې او ټولو په خپلو خبرو کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د اقلیمي بدلون خطرونو سره د مبارزې برخه کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.