د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د تخار او جوزجان ولایتونو یو شمېر علماوو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی محترم شیخ سبحان الله فاروقي او محترم مخدوم عبدالحلیم د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د یادو ولایتونو د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
هغوی زیاته کړه، په دغو ولایتونو کې بشپړ امنیت تامین دی او د اسلامي امارت محلي مسوولین خلکو ته د خدماتو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل کوښښ کوي.
یادو علماوو په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د مثبتو کارونو یادونه وکړه او وې وښتل چې د ښوونې او روزنې، په لیرې سیمو کې د مدرسو، ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو جوړولو او په دغو ولایتونو کې د پراختیایي پروژو پلي کېدو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د تخار او جوزجان ولایتونو علماوو سره په کتنه خوښي څرګنده کړه او وې ویل، د امنیت تامین، د خلکو د ستونزو حل او د غوره خدماتو برابرول د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه دي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د یادو علماوو د وړاندیزونو په اړه وویل، اسلامي امارت به تر خپله وسه په هغه برخه کې رسیدګي او لازم اقدامات وکړي.