د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبد السلام حنفي نن له غرمې مخکې د جوزجان ولايت خواجه دوکوه ولسوالۍ د بېلابېلو قومونو له يو شمېر مشرانو او متنفذینو سره وکتل.
د دې کتنې په پيل کې راغلو مشرانو او متنفذینو د يادې ولسوالۍ د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضیعت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
دوی زیاته کړه، د اسلامي امارت سیمه ییز مسؤلین او مجاهدین د امنیت د ټینګښت، خلکو ته د خدمت او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
يادو مشرانو او متنفذینو په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د کاري فرصتونو ايجاد او ټولنيزو خدمتونو د تأمین په برخه کې د اسلامي امارت چارو ته په اشارې په یاده ولسوالۍ کې د اوبو کموالي ستونزې د حلولو، د مدرسو، ښوونځيو او روغتيايي کلينيکونو د ايجاد او مواصلاتي لارو د ترمیم برخو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبد السلام حنفي له يادو مشرانو او متنفذینو سره پر کتنې خوښي څرګنده کړه وې ويل، د امنیت تأمین، د ټولنيزې هوساينې ایجاد او د ولسونو خدمت د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه دي چې پدې برخه کې دوامداره هڅې کوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دوی د وړاندیزونو په اړه وویل، اسلامي امارت به د خپل توان په محدوده کې ورته رسیدګي او لازم اقدامات ترسره کړي.