د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبد السلام حنفي د سمنګان ولايت له يو شمېر متنفذینو سره وکتل.
د دې کتنې په پيل کې محترم الحاج قاسم پاچا خان د نورو په استازیتوب د دې ولایت د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضیعت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل او په هیواد کې یې د ثبات او امنیت پر ټینګښت خوښي څرګنده کړه.
نوموړي زیاته کړه، په سمنګان کې د کلونو ناامنۍ او بې ثباتۍ د درد او رنځ له زغملو وروسته ډاډمن امنیت او هوساینه راغلی چې له شک پرته د اسلامي امارت د مسؤلینو او مجاهدینو د هڅو او زحمتونو پایله ده.
محترم حاجي قاسم پاچا خان وویل، د دې ولایت خلکو لکه څرنګه چې د اشغالګرو پر ضد د جهاد پر مهال په هیواد کې د اسلامي نظام د استقرار لپاره د افغانستان اسلامي امارت سره همکاري کوله اوس هم د دې نظام د پیاوړتیا او دوام لپاره له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي او په دې برخه کې به خپله هیڅ راز همکارې درېغ نکړي.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبد السلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست پر مهال د اشغالګرو پر ضد د جهاد په دوره کې له اسلامي امارت سره د سمنګانو ولایت د خلکو ملاتړ او همکاري وستایله.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، اسلامي امارت د دې هیواد د بې شمېره علماؤ، مجاهدینو او ځوانانو د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او د افغانستان په ټولو خلکو پورې تعلق لري چې ملاتړ ترې د هر شخص اسلامي او ملي وجیبه ده.