د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هيواد يو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه کې، په پيل کې په افغانستان کې د سلطنت ګروپ شرکت استازي محترم سيد عبداللطيف هاشمي او د مبين سروري د مايع ګازو شرکت رئيس الحاج فريدون سروري خبرې وکړې او په هيواد کې يې د سوداګرو او پانګه والو د ځاني او مالي امنيت پر تأمين خوښي وښوده.
هغوی وويل، د اقتصادي برخو پراختيا او په افغانستان کې سوداګرۍ او پانګونې ته د ښو شرايطو برابرېدل د دې لامل شوي، ترڅو کورني او بهرني سوداګر او پانګه وال د هيواد په مختلفو برخو کې اقتصادي فعالیتونه ترسره کړي، چې دا افغانانو ته يو عالي فرصت دی.
هغوی په هيواد کې د خپلو پلي کېدونکو اقتصادي برنامو په تړاو د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د اسلامي امارت رهبرۍ څخه وغوښتل، چې دوی ته د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو کې لا ډېره همکاري وکړي.
په مقابل کې، د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له ملي سوداګرو سره پر کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د هغوی اقتصادي فعالیتونه وستایل.
د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، د امنيت تأمين، د سوداګرۍ او پانګونې زمينې پراختيا او د کاري فرصتونو او ټولنيزې هوساينې په موخه د لويو او کوچنيو پروژو عملي کول د اسلامي امارت مکلفیتونو څخه دي او په دې برخه کې له کوم ځنډ پرته هڅې کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د وړانديزونو په اړه وويل، اسلامي امارت په افغانستان کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي او سوداګرو او پانګه والو ته د هر ډول اسانتياوو رامنځته کولو په هدف د امکاناتو سره سم اقدام کوي او همداراز له ټولو کورنيو او بهرنيو سوداګرو او پانګه والو څخه يې وغوښتل ترڅو په افغانستان کې د کانونو استخراج، د انرژۍ تولید، ښوونې او روزنې او روغتيا په برخو کې پانګونه وکړي.