د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي هم حضور درلود، د هیواد د بېلابېلو خونو یو شمېر غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی محترم خانجان الکوزي او حاجي شېرین اغا سخي د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال په هیواد کې د امنیت په تامین او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د ښو زمینو په برابرېدو خوښي وښوده.
هغوی د ټولو امارتي ادارو په کجه د اداري فساد له منځه تلو ته په اشارې د تاجرانو او پانګوالو د اداري اسنادو د پړاوونو په اسانولو او د سوداګریزو اسنادو د ارزولو په برخه کې د ډیجیټلي سیستم په پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د هیواد د تاجرانو او پانګوالو کړنې او د خدماتو وړاندې کول وستایل.
د ریاست الوززرا اداري مرستیال څرګنده کړه، اسلامي امارت کوښښ کوي چې په هیواد کې ښه سوداګریز شرایط رامنځته او تاجرانو او پانګوالو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د وړاندیزونو په اړه وویل، په ادارو کې د ډیجیټلي سیستم رامنځته کولو ته یې په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای ورکړی او مسولین په دې برخه کې خپلو کوښښونو ته ادامه ورکوي.