د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالكبير پرون مازیګر د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د کابینې یوشمېر غړو او د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو له مسؤلینو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي، د همکاریو په پراختیا او د خدماتو د مؤثریت په زیاتېدو بحث وشو.
د اسلامي امارت اړونده مسؤولینو له سیمه ییزو ولسونو سره د تفاهم او همغږۍ په پياوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، د مرکزي او سیمه ییزو ادارو دروازې د ولسونو پر مخ خلاصې دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، په ادارو کې بیروکراسي او فساد پایته رسېدلی او په وخت سره د خلکو په عرایضو او غوښتنو اجراات ترسره کېږي. نوموړي ټینګار وکړ، باید مسؤلین د لومړیتوبونو په درجه بندۍ سره د خدماتو پوښښ پراخ کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د اسلامي امارت د مسؤلینو او ادارو هڅې وستایلې او ویې ویل، اړتیا ده چې د ادارو د فعالیتونو په پایله کې د خلکو د ستونزو د حل او اسانتیاوو د برابرېدو په برخه کې جوت بدلون رامنځته شي.
نوموړي وویل، ټولې ادارې دې په همغږي ډول د ټاکلو موخو لپاره هڅې وکړي، چې بېکاري او فقر مهار او د اقتصادي پياوړتیا، ټولنیز مثبت بدلون او بنسټونو د رغاولو لپاره اساسي کار وشي.