د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو، د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ مجاهدینو او د بېلابېلو ادارو مسوولینو سره ولیدل.
په دې ناسته کې یادو قومي مشرانو او علماوو وویل، په افغانستان کې د اسلامي نظام ټینګښت د ټولو افغانانو هیله وه او په همدې موخه ولسونو قربانۍ ورکړې. دوی په هېواد کې د عمومي عفوې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، اوس ټول افغانان په هېواد کې باعزته ژوند لري.
راغلو مجاهدینو په هېواد کې د سرتاسري امنیت تامین ته په اشارې وویل، ټول خلک په ډاډه زړه د هیواد له یوې سیمې څخه بلې ته سفر کوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، له عمومي عفوې وروسته هیچاته کوم تکلیف نشته او هر افغان په آزادانه توګه پخپل هېواد کې د اوسېدلو حق لري.
نوموړي زیاته کړه، د افغانانو مبارزه د اسلامي نظام لپاره وه او نن الحمدلله اسلامي نظام قایم شوی دی. همدارنګه یې د اشغال په خلاف د ټولو افغانانو مبارزه او سرښندنې وستایلې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، اوس د هېواد د ابادۍ وخت دی او پکار دی چې ټول د هېواد د ابادۍ او رغاونې لپاره لاسونه سره ورکړي.