د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه ولسوال محترم مولوي صلاح الدین ایوبي سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د جوزجان ولایت خواجه دوکوه ولسوال محترم مولوي صلاح الدین ایوبي د یاد ولایت په ځانګړې توګه د خواجه دوکوه ولسوالۍ د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړ.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت سیمه ییز مسوولین او مجاهدین د امنیت په تامین او خلکو ته د خدماتو برابرولو کې تل کوښښ کوي او د هغوی د ستونزو په له منځه وړلو کې خپلې هڅې نه درېغوي.
د خواجه دوکوه ولسوال د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او بېلابېلو برخو ته د پاملرنې په یادولو سره وغوښتل چې په یاده ولسوالۍ کې د مدرسو، ښوونځیو او روغتیایي کلینیکونو او د اوبو د بندونو جوړولو او د پراختیایي پروژو تطبیق ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه ولسوال سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ خلکو ته د ښو خدماتو برابرولو په برخه کې د یاد ولایت په ځانګړي ډول د خواجه دوکوه ولسوالۍ د محلي مسوولینو کړنې او زحمتونه تقدیر کړل.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، د امنیت تامین، د ټولنیزې هوساینې برابرول او په بېلابېلو برخو کې د خلکو د ستونزو حلول د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه دي او په دې برخه کې هیڅ ډول هڅې نه درېغوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د شویو وړاندیزونو په اړه وویل، اسلامي امارت په هغه اړه تر خپله وسه رسیدګي کړې او لازم اقدامات به وکړي.