د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د کابل ولایت د سوداګرو ټولنې له یو شمېر استازو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د کابل د سوداګرو ټولنې غړو د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت له لوري د هغوی ستونزو او غوښتنو ته د رسیدنې له امله مننه وکړه او وې ویل، له چارواکو سره د سوداګرو نږدې اړیکې، د هغو ستونزو د حل سبب شوي چې له څو لسیزو راپه دې خوا افغان سوداګر ورسره مخ وو.
دغو سوداګرو وویل، کاروبار یې غوړېدلی، د پانګونې کچه په لوړېدو ده او د ملکیتونو ارزښتونه په مناسب حال کې دي. هغوی زیاته کړه، په تېرو دوو کلونو کې د اړوندو ادارو او تاجرانو اړیکې او همغږي د سوداګرۍ د ودې تر څنګ په کور دننه بهرنۍ پانګونې ته هم لاره پرانیستې ده او د مالیاتو په کچه کې کمښت له سوداګرۍ ښه ملاتړ دی.
دغو سوداګرو په کابل ښار کې له اړونده ادارو سره د همغږۍ او د یو شمېر ودانېزو پروژو په ښه ډول د عملي کېدو لپاره د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال ته په لیکلې بڼه خپل وړاندېزونه وسپارل.
د زیاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، له سوداګرو ملاتړ د اسلامي نظام مسوولیت او لومړیتوب وباله او یادونه یې وکړه، چې د اسلامي امارت زعیم او رهبري له افغان سوداګرو سره همکارۍ ته ډېر پام لري.
محترم سیاسي مرستیال وویل، د حکومت دروازې د ټولو سوداګرو پر مخ پرانستې دي او ستونزو ته یې پر وخت رسیدګي کیږي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، په کابل ښار کې د اړوندو ادارو او سوداګرو د لاهمغږۍ لپاره به اړین ګامونه واخیستل شي.
د ناستې په پای کې د کابل د سوداګرو د ټولنې غړو او رهبرۍ د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال ته د هغه د غوره خدمتونو له امله لوح تقدیر ورکړ او د نوموړي د همکاریو ستاینه یې وکړه.