د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د مسکراتو او نشه یي توکو پر ضد د مبارزې عالي کمېسیون د رامنځته کولو په اړه لومړنۍ غونډه په سپېدار ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د مسکراتو او نشه یي توکیو په ضد د مبارزې عالي کمېسیون پر طرزالعمل د بحث پر مهال، د کورنیو چارو وزارت اړوند له نشه یي توکیو سره د مبارزې مرستیال مولوي عبدالحق اخند د خپلو لاسته راوړنو راپور د ریاست الوزراء له محترم سیاسي مرستیال سره شریک او په جوړېدونکي طرزالعمل یې بحث وکړ.
هغه زیاته کړه، د روان کال په اوږدو کې د کوکنارو ټول کښتونه له منځه وړل شوي او د نشه یي توکو ګڼ شمېر کاروباریان نیول شوي دي.
محترم مولوي عبد الحق اخند وویل، د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت کړنې بریالۍ دي او نړیوال هم پر دې پرمختګ اعتراف لري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د مسکراتو او نشه یي توکو پر ضد د مبارزې عالي کمېسیون د جوړېدو موخه د هېواد په کچه د مخدره توکو او مسکراتو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه، بزګرانو ته د بديل کښت موندل او د روږدو کسانو درملنه ده، څو د یادو موخو لپاره اړونده ادارې تر یو چتر لاندې په همغږۍ کار وکړي.
په یاده غونډه کې محترم مولوي عبدالکبیر، د مسکراتو او نشه یي توکو پر ضد د مبارزې عالي کمېسیون د طرزالعمل پر څرنګوالي او غني کولو خپل نظر مطرح او ګډونوالو ته یې د راتلونکو غونډو د اجنډا په هکله لازمې سپارښتنې وکړې.
د غونډې په پای کې د رياست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، د مخدره توکو پر وړاندې د اسلامي امارت دريځ روښانه دی او هیچا ته په هېواد کې د نشه یي توکیو د کر، تولید او قاچاق اجازه نشته.