د احتکار مخنیوي او له کروندګرو د غنمو د پېر او د هیواد له میوه جاتو د استفادې رایجولو د څرنګوالي په موخه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ پداسې حال کې چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي امیرخان متقي او د یاد پلاوي نورو غړو هم حضور درلود، د مؤظف پلاوي غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د هیواد د میوه جاتو او کرنیزو محصولاتو د استفاې رایجولو پر څرنګوالي، د کرنې سکتور پر پیاوړتیا، د کرنیزو محصولاتو له اړخه د ځان بسیاینې د لاروچارو پر ایجاد، له هیواده بهر د کرنیزو محصولاتو او میوه جاتو د صادراتي برخو پراختیا، بڼوالو ته د کورنۍ او بهرنۍ بازار موندنې په موخه د لازمو اسانتیاؤ برابرولو، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لورې د احتکار د مخنیوي په پار د زرګونه ټنه غنمو د پېر، د کروندګرو د تشویق او ملاتړ او د هیواد بازار ته د عرضه کولو تر وخت پورې د پېرل شویوغنمو د غوره ساتنې د څرنګوالي په اړه هر اړخیز بحث وشو.
د غونډې په پای کې له ګاونډیو هیوادونو سره د ترجیحي تعرفو په اړه هم خبرې وشوې او د ذکر شویو مواردو په هکله لازم تصمیمونه ونیول شول.