د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د لوړو زدکړو وزارت د رهبرۍ په ګډون د یاد وزارت د مرکزي او ټولو امارتي پوهنتونونو او علمي بنسټونو له رئیسانو سره وکتل.
په دې کتنه کې د لوړو زدکړو وزیر محترم شیخ ندا محمد ندیم وویل، لدې ډول ناستو یې موخه د تحصیلي نظام پیاوړي کول، د علمي بنسټونو همغږي او د تجربو شریکول دي.
د ښاغلي ندیم په وینا، په لوړو زدکړو وزارت کې د خیالي محصلینو او اداري فساد لمن ټوله شوې او دا مهال د لوړو زدکړو د نظام پرمختګ د ټولنې له اړتیا سره سم د مسلکي او متخصیصو کسانو د روزنې پلان د عملي کېدو په حال کې دی.
وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د لوړو زدکړو مسؤلینو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت د افغانستان د رغولو او د تحصیلي او تعلیمي بنسټونو د پياوړتیا چارې پیل کړي دي. افغانستان مسلکي او متخصصو کادرونو ته اړتیا لري او دغه اړتیا د افغانستان پوهنتونونه پوره کولای شي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت د لوړو زدکړو بنسټونو ته د اړتیا وړ بودیجه په واک کې ورکړې او د افغانستان پوهنتونونه او تحصیلي ادارې به په اساسي ډول ورغول شي، دغه راز به د دې بنسټونو کیفیت لوړ او له منل شویو معیارونو سره سم فعالیت وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، په نړیواله کچه له هېوادونو سره د اسلامي امارت د تعامل او اړیکو لړۍ پرمخ روانه ده، دا مهال اسلامي امارت په یوشمېر هېوادونو کې څلوېښت فعالې سیاسي استازولۍ لري او په یوشمېر نورو هېوادونو کې به هم په نېږدې راتلونکي د افغانستان استازولۍ رسمي فعالیت پيل کړي.
د دې کتنې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د پوهنتونونو رئیسانو ته په خطاب کې وویل، له استادانو او محصلینو سره ښه چلند وکړئ او د اصلاحي ناستو په جوړولو سره هغوی ته د مهمو موضوعاتو تر څنګ د اسلامي امارت پيغام او د رامنځ ته کېدو موخې روښانه کړئ.