د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس والي محترم مولوي عبدالصمد جاوید سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د بادغیس والي محترم مولوی عبدالصمد جاوید په یاد ولایت کې د ټولنیز، اقتصادي، امنیتي او محلي حکومتولۍ د وضعیت او همدارنګه د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړ.
نوموړي وویل، په دې ولایت کې بشپړ امنیت تامین دی او د اسلامي امارت مسوولین او مجاهدین خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل هڅې کوي .
د بادغیس والي د پراختیایي برنامو او په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو یادونه وکړه او وې غوښتل، د هغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د پراختیایي پروژو پلي کولو، د مدرسو او ښوونځیو جوړولو، د نښلوونکو لارو ترمیم او د روغتیایي کلینیکونو جوړولو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د بادغیس ولایت د محلي مسوولینو کړنې او فعالیتونه وستایل.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، د امنیت تامین او د خلکو ارامي، د هغوی د ستونزو حلول او د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه دي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دې په ټینګار چې مسوولین باید هیوادوالو ته د خدماتو په برابرولو کې زیات کوښښونه وکړي وویل، اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام شویو وړاندیزونو ته رسیدګي او لازم اقدامات وکړي.