د یکشنې په ورځ (۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام د ښه تر سره کېدو په موخه، د رسنیو مرکز د رهبرۍ او ویندویانو د همغږۍ ناسته تر سره شوه.
د ناستې په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او له هغوی یې مننه وکړه چې په دې مهمه ناسته کې یې ګډون کړی دی.
محترم حقاني وویل: د افغانستان اسلامي امارت مسئولینو تر فتحې وروسته، خپل ټول تمرکز د هېواد پر ابادۍ، پرمختګ او اقتصادي پیاوړتیا ور ټول کړی دی او په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې هم لري، په همدې اساس اړینه څو دغه لاسته راوړنې او پرمختګونه د یوه پروګرام له لارې له ولس او نړیوالو سره شریکې کړو.
ښاغلي حقانې زیاته کړه، نن دلته زمونږ او تاسو د راټولېدو موخه، د یوه ستر پروګرام (د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام) د تر سره کېدو په اړه د بشپړې همغږۍ او همکارۍ رامنځته کول دي، څو له دې لارې وکولای شو چې دغه ستر پروګرام په ښه او منظم ډول تر سره کړو او د امارتي ادارو لاسته راوړنو تر ولس او نړیوالو پورې ورسوو.
ورپسې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، ښاغلی حشمت الله ناصري د پروګرام د تر سره کېدو د څرنګوالي په تړاو جزییات له ګډونوالو سره شریک کړل همدارنګه، د پروګرام په تړاو د ترتیب شویو فارمټونو په اړه یې هم معلومات ورکړل.
همدارنګه د امارتي ادارو ویندویانو هم پخپل وار سره، د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام د ښه تر سره کېدو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه د رسنیو مرکز له رهبرۍ سره شریک کړل او په دې برخه کې یې د خپلې بشپړې همکارۍ په اړه ډاډ ورکړ.
تمه ده چې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام به په را روانه اسد میاشت کې پیل شي.